دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۶
دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان څېړنیز فارم کې د نوي کال له پیل سره سم بېلابېلې کرنیزې چارې په منظم ډول روانې دي.
په دې لړ کې، د نخودو دوه ډوله تجربې پلي شوې، ترڅنګ یې د نخودو، زغرو او شړشمو مورنيو تخمونو باندې د عملي څیړنو لړۍ دمسلکي کارمندانو لخو روانه ده. همداراز، د غنمو د تجربو معلومات هم بشپړ شوي دي.
ددې ترڅنګ په دغه فارم کې د غنمو د مورنيو او هستوي تخمونو په کرنیزو قطعو کې د خشاوې چارې لا هم په دوامداره توګه روانې دي.
له بلې خوا، د مېوجاتو د کلکسیونونو په برخه کې د انارو شل ۲۰ او د انګورو ۲۵ ډولونه د لا ښو څېړنو په موخه ساتل کېږي او  ترڅنګ یې په اړوندو باغونو، قوریو او شنو خونو کې د سبزیجاتو روزنه هم په ښه توګه دوام لري.
سربېره پر دې د یاد فارم په بله برخه کې، د پنبې، بېنډیو، بانجانو، مصور او پیازو د کرنې لپاره د پلان د تطبیق په موخه د ځمکو شیدياره کول او ډیزاین برابرول ترسره شوي دي چې راتلونکې به ورباندې لازمې څیړنې ترسره شي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په یاد څېړنیز فارم کې د کرنیزو تجربو د ښه والي، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او د کرنې سکتور د پیاوړتیا په موخه لا نور پرمختګ او بهبود هم رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت