د باراني اوبو مهار په پار هڅې؛ د کندهار ژړۍ کې د نوي چکډېم چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۰
د باراني اوبو مهار په پار هڅې؛ د کندهار ژړۍ کې د نوي چکډېم چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د ژړۍ ولسوالی د باغ عمري په سیمه کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه نوي چکډېم جوړولو چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې یې تر دې مهاله ۵۰ سلنه بشپړې شوي دي.

د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد چکډېم به په نږدې راتلونکې په معیاري او لوړ کیفیت سره جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په جوړېدو سره به یې د سیمي خلکو لپاره شاوخوا ۵۰ زره متره مکعب اوبه ذخیره کړي.

د چکډېمونو د جوړولو موخه د باراني اوبو مهار او زېرمه کول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحه راپورته کول، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو کمول او د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه ده.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د  کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کندلانو سیمه کې هم یو ستر چکډېم د څه باندې ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «هیلتو»  مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام«ډبلیواف‌پي»  په مالي. . .

بازگشت