د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره یوځای د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه.

حاجي اسدالله، چې د یاد شرکت مالک دی، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام دښتې په سیمه کې ۵۰۰ جریبه ځمکه لري، چې له دې جملې څخه ۴۹۵ جریبه یې کرنې ته او ۵ جریبه یې مالدارۍ ته ځانګړې شوې ده. د لیدنې او ورسره د خبرو اترو پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال شاوخوا ۵۰ سلنه د نوموړي تر واک لاندې ځمکې فعالې دي او د کارګرو لپاره یې د کار مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

د دغو ځمکو اساسي ستونزه د اوبو کموالی بلل کېږي او هیله ده، چې د شاهي کانال د چارو په چټکتیا سره، چې د علینګار ولسوالی څخه سرچینه اخلي، ټولې یادې ځمکې تر اوبو لګولو لاندې راشي. د دې پروژې بشپړ پلي کېدل به، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي تر څنګ، د کار نوې زمینې هم برابرې کړي او په کورنیو بازارونو کې به د کرنیزو محصولاتو د پلور بهیر پیاوړی کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت