د کرنې وزارت له‌خوا امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

qiam_amin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۹
د کرنې وزارت له‌خوا امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ثابتو شتمنیو لوی مدیر محمد جمال مومند ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه>

ياده ځمکه د امارتي شرکتونو لوی ریاست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا ياد رياست ته کندهار ولايت ارغنداب ولسوالی کې په 11 جريبه ځمکه باندې د لمریز سیسټم د نصبولو په موخه ولېږدول شوه.

د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ثابتو شتمنیو لوی مدیر محمد جمال مومند ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په لغمان کې د پراختیایي او اقلیمي پروژو څخه لیدنه وکړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د یوه پلاوي په مشرۍ، د لغمان ولایت په مرکز کې د میداني کلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۱۵
Background image

خوست کې د لایم سلفر مرکب چمتو او د استعمال عملي لارښود یې وړاندې شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین  لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د. . .

بازگشت