ننګرهار کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د غوړیو ستره کارخونه پرانیستل شوه؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
ننګرهار کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د غوړیو ستره کارخونه پرانیستل شوه؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
په ننګرهار ولایت کې د المعیار په نوم د غوړیو او کنجاړو ستره تولیدي فابریکه رسماً په فعالیت پیل کړی، چې د تیلي نباتاتو د پروسس لوړه وړتیا لري او د افغانستان د کرنیز صنعت او اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
دغه کارخونه په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د یو افغان پانګوال له لوري د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د المعیار په نوم پرانیستل شوه. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کارخونې د لیدنې پر مهال د کارخونې مسؤل انجینر نقیب‌الله احساس د فابریکې د فعالیت او امکاناتو مفصل معلومات وړاندې کړل.
انجینر احساس وویل، چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعته تولیدي جریان کې د ۲۰۰ ټنه تیلي نباتاتو د پروسس وړتیا لري. د نوموړي په وینا، سویابین، زغر، لمرګل او کنوله یې اساسي خام مواد دي، چې ډېره برخه یې د کورنیو تولیداتو له لارې برابرېږي. هغه زیاته کړه، چې د پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو په شرایطو کې هڅه کوي د چرګانو د دانې تولیدوونکو کارخونو ته د اړینو غوړیو او موادو عرضه منظمه وساتي ترڅو د مرغدارۍ سکتور له ستونزو سره مخ نه شي.
انجینر احساس همدارنګه وویل، چې ډېر ژر به د لوړ کیفیت کورني غوړي بازار ته وړاندې کړي. نوموړي د ننګرهار د کرنې ریاست رییس سره ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به د سویابینو د تولید د پراخېدو په موخه لس زره بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشي، خو په دې برخه کې یې د کرنې ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي محمد ولي محسن د کارخونې پر جوړېدو خوښي وښوده او د فابریکې مسؤلینو ته یې د تیلي نباتاتو د تولید، تخنیکي چارو او اړوندو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست هڅه کوي د بزګرانو او مالدارانو د پیاوړتیا لپاره تمویل کوونکي پیدا کړي ترڅو بزګران په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شي.
د یادې کارخونې په فعالیت سره سل کسانو ته مستقیم او په زرګونو نورو ته غیرمستقیم د کار زمینه برابره شوې ده، چې د سیمې د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
ننګرهار په ختیځ زون کې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تیلي نباتاتو یوه مهمه تولیدي سیمه ګڼل کېږي. په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د پروسې، بدیلو کښتونو د ترویج، او د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا په موخه ګڼ شمېر پانګونې او حمایوي پروګرامونه پلي کړي دي. د المعیار په څېر د پروسس فابریکو فعالېدل نه یوازې د داخلي تولیداتو ارزښت لوړوي، بلکې د سیمې بزګرانو ته د بازار موندنې اسانتیاوې برابروي او د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

بازگشت