د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د لمرګل حاصلاتو راټولول پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۴
د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د لمرګل حاصلاتو راټولول پیل شو

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د نوروزي څیړنیز فارم مسؤلینو له لوري د لمرګلي نبات د سږني حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل سوې ده، چې په نږدې ورځو کې به یې ټول حاصل راټول سي.
د کوهکران څیړنیز فارم عمومي مسؤل الحاج ملا فتح محمد فیضي وايي، دغه کرنه نږدې څلور میاشتې وړاندې د ازموینې او د بزګرانو د تشویق په موخه پر شاوخوا ۳۰ جریبه ځمکه ترسره سوې وه، ترڅو کروندګر یې له نیږدې وڅېړي او په خپلو ځمکو کې یې وکري.
نوموړی زیاتوي، چې د لمرګلي نبات کرنه په کندهار کې د نورو ولایتونو په پرتله ښه نتیجه ورکوي او حاصلات یې هم زیات دي. د ده په وینا، لمرګل د غوړیو د تولید یوه مهمه سرچینه ده، چې بزګران کولای شي له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي او هم وطني غوړي تولید کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لمرګل کرنه په کندهار کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دوام لري، چې هر کال پرې د کوهکران فارم متخصصینو څېړنې کړي او پایلې ښيي چې کندهار د دې نبات د کرنې لپاره تر بل هرځای ډېر مناسب اقلیم لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت