د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام وړ زیاتوالي شاهد دی.
دغه فارم چې ټولیز مساحت یې ۱۶۱۷ هکتاره دی، له هغې جملې څخه ۶۲۰ هکتاره یې د زیتونو بڼونه جوړوي، او پاتې برخه کې سټروس مېوې او نور کرنیز محصولات کرل کېږي.
د څلورم فارم د کرنې مدیر، انجنیر عبدالپاچا شینواري وویل: «سږکال مو د زیتونو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات دي، چې اصلي لامل یې د شرکت د رهبرۍ او د دغه فارم د امر عبدالله پاچا ځانګړې پاملرنه، او بڼونو ته د ټولو اګروتخنیکي پروسو بشپړ تطبیق دی.»
نوموړي زیاته کړه، چې فارم د روان کال لپاره د ۱۷۰ ټنه زیتونو د ټولولو تابیا نیولې، څو د پروسس لپاره یې د زیتون فابریکې ته ولېږدوي.
په څلورم فارم کې بنسټیزو کرنیزو فعالیتونو ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار مناسب فرصتونه هم برابر کړي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشرتابه ژمنه کړې، چې د هېواد د کرنیز سکتور د لا ودې لپاره هڅې زیاتې کړي، د زیتون په څېر ملي او مهمو تولیداتو ته د بازار موندنې زمینه برابره کړي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
Background image

لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد. . .

بازگشت