د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

mail-admin
Mon, Nov 10 2025 11:54 AM
د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام وړ زیاتوالي شاهد دی.
دغه فارم چې ټولیز مساحت یې ۱۶۱۷ هکتاره دی، له هغې جملې څخه ۶۲۰ هکتاره یې د زیتونو بڼونه جوړوي، او پاتې برخه کې سټروس مېوې او نور کرنیز محصولات کرل کېږي.
د څلورم فارم د کرنې مدیر، انجنیر عبدالپاچا شینواري وویل: «سږکال مو د زیتونو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات دي، چې اصلي لامل یې د شرکت د رهبرۍ او د دغه فارم د امر عبدالله پاچا ځانګړې پاملرنه، او بڼونو ته د ټولو اګروتخنیکي پروسو بشپړ تطبیق دی.»
نوموړي زیاته کړه، چې فارم د روان کال لپاره د ۱۷۰ ټنه زیتونو د ټولولو تابیا نیولې، څو د پروسس لپاره یې د زیتون فابریکې ته ولېږدوي.
په څلورم فارم کې بنسټیزو کرنیزو فعالیتونو ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار مناسب فرصتونه هم برابر کړي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشرتابه ژمنه کړې، چې د هېواد د کرنیز سکتور د لا ودې لپاره هڅې زیاتې کړي، د زیتون په څېر ملي او مهمو تولیداتو ته د بازار موندنې زمینه برابره کړي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته دوام ورکړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS