هلمند کې د طبق ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۴:۳۶
هلمند کې د طبق ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

۷ مرغومي ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په نوزاد، واشیر، ګرمسیر او موسی کلا ولسوالیو او دغه راز دهلمند په مرکز لښکرګاه کې د څارویو د طبق ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل کړئ دی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې کمپاین په لړ کې پر وړو او لویو څارویو د طبق شبږ زره دوزه واکسین پلي کیږي، چې ددې ولایت د څارویو د خوندي تابه په برخه کې ګټور ګام او د څارویو د طبق د ناروغي د کچې په ټېټولو کې مرسته کوي.
طبق یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د اخته څارویو او محصولاتو سره دتماس په نتیجه کې په سرعت سره لېږدول کیږې.

ددې کمپاین په پلي کېدو سره د طبق ناروغي د پراختیا مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د مالدارانو مالونه خوندي او اقتصادي پیاوړتیا ته یې زمینه برابریږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت