د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون

mail-admin
4444

Event dates

Event dates -

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د کابل ښار په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه بزګرانو، تولیدوونکو او اړوندو ادارو خپل کرنیز، مالدارۍ او لاسي صنایعو محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
په نندارتون کې د پام وړ اقتصادي فعالیتونه هم ترسره شول، چې د هېواد د کرنیز سکتور د ودي او خوځښت ښکارندویي کوي. د کرنیزو، مالدارۍ او لاسي صنایعو محصولاتو مستقیمې پلورنې ۲۳ میلیونه او ۳۲۱زره او ۹۹۴ افغانۍ ارزښت درلود.
همداراز، د خصوصي او دولتي شرکتونو او ادارو ترمنځ ۱۵۲ قراردادونه د ۲۳ میلیونه او ۲۲۸ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
سربېره پر دې، د بېلابېلو اړخونو ترمنځ ۵۳ ژمنې د ۴۰ میلیونه او ۳۶ زره او ۸۴۰ افغانیو په ارزښت ترسره شوې، چې تمه ده په راتلونکي کې عملي شي.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو ادارو ترمنځ ۳۸ هوکړه لیکونه د ۱۰ میلیونه او ۱۵۱ زره او ۸۵۰ افغانیو په ارزښت لاسلیک شول، چې د لا زیاتو همکاریو او پراختیا زمینه به برابره کړي.
د دې نندارتون د پلور، قراردادونو، ژمنو او هوکړه‌لیکونو ټولیز ارزښت ۹۶ میلیونه او ۷۳۸ زره او ۶۸۴ افغانیو ته رسېږي.
یاد نندارتون د افغانستان اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو لاسته راوړنو د معرفي، د بېلابېلو سکتورونو ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي او د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، چې خلکو، خصوصي سکتور او کورنیو او نړۍوالو بنسټونو یې پراخ هرکلی وکړ.

 

کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون پرانیستل شو
 

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون« د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» تر شعار لاندې د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اقتصاد او لوړو زده‌کړو وزارتونو مرستیالان، په افغانستان کې د ایران سفیر، د ټیکا رییس، د ازبکستان د سفارت دیپلوماتان، د ډاکار رییس، سلګونه سوداګر، متشبثین او د بېلابېلو ادارو مسوولین ګډون درلود.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په خپله وینا کې د نندارتون د جوړېدو موخه د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ لاسته راوړنو معرفي کول وبلل او وې ویل، پر کرنه او مالدارۍ د امارت تمرکز د تولیداتو د زیاتوالي او په خوړو کې د ځان‌بساینې لامل شوی دی. هغه زیاته کړه: «د افغانستان محصولات د کیفیت له پلوه په نړۍواله کچه بې سارې دي او د هېواد طبیعي ظرفیتونه د ډېرو هېوادونو په پرتله غوره دي.» نوموړي همدارنګه د سړو خونو پر جوړولو، د څړځایونو پر سروې، د خصوصي پانګونې پر هڅونې او په کال کې تر پنځه میلیون مټریک ټنو پورې د غنمو د تولید زیاتوالي ته اشاره وکړه.
په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، امنیت او کرنه د هېواد د پرمختګ دوه بنسټیز عوامل وبلل او له خلکو یې وغوښتل، چې د اوبو سرچینو سمې کارونې ته جدي پاملرنه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني؛ دغه نندارتون د بزګرانو، مالدارانو، خصوصي شرکتونو او خلکو تر منځ د اړیکو جوړولو ښه فرصت وباله.
همدارنګه د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې پر میکانیزه کولو او د معاصرو ماشینونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملاآغاجان سالم، د نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو محصولاتو بازارموندنه او پېژندنه وبلله او وې ویل، چې د افغاني تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې او د کارموندنې د فرصتونو زمینه برابروي.
د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د کورنیو محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخه کې د دغه نندارتون ارزښت خوار غوره وبلله او د پروسس، بسته بندۍ او صادراتو پر معیاري کولو یې ټینګار وکړ.
یاد نندارتون د تلې له ۹ تر ۱۲ نېټې پورې دوام لري او په ۲۶۳ غرفو کې کرنیز محصولات، د مالدارۍ تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي، چې له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.