ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار په دره نور، کوز کونړ او سره رود ولسوالېو کې مالدارانو ته د شېدو او نورو لبني محصولاتو د ساتني، راټولولو او حفظ الصحې مراعتولو په موخه توکي ورکړل شو.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې هرې کورنۍ ته دولس قلمه وسایل د شېدو انتقال مرتبان، د لوشلو سطل، غوړیو قوتۍ ، د شېدو ګرمولو دیګ، مستو لګن، شېدو فلټر، لکتومتر، ګازډبه، نغری، دستکشې، ډیټول صابون او پایوډین ورکړل شول.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې کارې وسایلو د وېش موخه د شېدو پاک ساتل، په ښه شکل انتقال، مالدارانو لاسنیوی او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا ده.


در ولایت ننگرهار برای ده‌ها خانواده وسایل جمع‌آوری شیر توزیع شد
۱۴ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار می‌گویند که به همکاری مؤسسه خیریه داکار، برای ۱۵۰ خانواده به ارزش یک میلیون و ۱۲۲ هزار افغانی وسایل جمع‌آوری شیر توزیع گردید.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت ننگرهار گفت که در ولسوالی‌های دره‌نور، کوزکنړ و سررود، به مالداران وسایل جمع‌آوری و حفظ شیر و سایر محصولات لبنی به هدف مراعات اصول صحی و نگهداری بهتر داده شد.
آقای محسن افزود که به هر خانواده ۱۲ قلم وسایل شامل مرتبان انتقال شیر، سطل دوشیدن، قوطی‌های روغن، دیگ گرم‌کردن شیر، لگن ماست، فیلتر شیر، لکتومتر، گاز‌دبه، نغری، دستکش، صابون دیتول و پایوودین توزیع شده است.
رئیس زراعت ننگرهار گفت هدف از توزیع این وسایل، نگهداری پاک شیر، انتقال درست آن، حمایت از مالداران و تقویت سکتور مالداری می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت