د خوست د کرنې ریاست او شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځۍ تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۸:۴۹
د خوست د کرنې ریاست او شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځۍ تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د کرنې ریاست او د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځۍ تر منځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې د خوست د کرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیرګل صابري، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر انعام الله جاوید، د طبیعي سرچینو آمریت مدیرانو، کرنیزو څېړنو متخصصینو، د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځۍ رییس، د څېړنو برخې آمرینو او درانو استادانو ګډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې ریاست لخوا ترسره شوې څېړنیزې تجربې، نوې علمي موندنې او د کرنې پوهنځۍ د استادانو او څېړنیزو برخو لاسته راوړنې سره تبادله او شریکې شوې. د خوست د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیرګل صابري د کرنیزو څېړنو په برخه کې مهم علمي معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون استادانو سره یې په ګډه د همکارۍ لارې چارې وڅېړلې.
د کرنې پوهنځۍ رییس له لوري د موجودو ستونزو او ننګونو یادونه وشوه، چې د کرنې ریاست رهبري یې په هوارولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. او همدارنګه د دواړو لوریو لخوا د شته ننګونو او فُرصتونو په موجودیت کې د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره علمي بحثونه ترسره شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت