د کونړ دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بېوزلو کورنیو وزې وېشل کېږي  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۱۴
د کونړ دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بېوزلو کورنیو وزې وېشل کېږي  

۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «انوولوس» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د منورې او شلتن په ولسوالیو کې پر ۵۰۰ بېوزلو کورنیو وزې او د څارویو خوراکه وېشي.  
په همدې موخه د کونړ ولایت دکرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا مسلکي ټیم له هغو وزو لیدنه او ارزونه وکړه، چې په راتلونکي کې به مستحقو کورنیو ته ووېشل شي. یاد ټیم د لیدنې پر مهال شیدې ورکوونکي او بلاربې وزې وټاکل او سپارښتنه یې وکړه، چې دغه وزې باید کرنتین شي ترڅو د ناروغیو او روغتیا په اړه یې ډاډ ترلاسه شي.  
د یادو کورنیو د ټاکلو او وېش چارې د ګډو کمېټو لخوا په روڼ او شفاف ډول ترسره کېږي، ترڅو مرسته یوازې مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورسیږي.  
دا اقدام د بېوزلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د دوامداره عاید رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.


در دو ولسوالی کنر برای صدها خانواده نیازمند بز توزیع می‌شود
۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر با همکاری مؤسسه «انوولوس»، در ولسوالی‌های منوره و شلتن این ولایت برای ۵۰۰ خانواده نیازمند بز و مواد خوراکی حیوانات توزیع می‌کند.
به همین منظور، تیم مسلکی خدمات مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت و مالداری کنر از بزهایی که قرار است در آینده برای خانواده‌های مستحق توزیع شوند، بازدید و ارزیابی انجام داد. این تیم در جریان بازدید، بزهای شیرده و بارور را انتخاب کرده و توصیه نمود که این بزها قبل از توزیع قرنطین شوند تا از نظر صحت و بیماری اطمینان حاصل گردد.
روند انتخاب خانواده‌ها و توزیع بزها توسط کمیته‌های مشترک به‌صورت شفاف اجرا می‌شود تا کمک‌ها تنها به مستحقین واقعی برسد.
این اقدام به‌منظور تقویت اقتصاد خانواده‌های نیازمند و ایجاد عاید پایدار برای آنان عملی گردیده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت