کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر مهمو مسؤلینو او اړوندو ادارو سره کتنې او رغنده ناستې ترسره کړې.
د عشر او زکات لوی رییس کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس سره په کتنه کې پر اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس، د عشر او زکات له لوی رییس او ورسره مل پلاوي هرکلی وکړ، او دغه سفر یې د ارزونې، نظارت او همغږۍ په موخه یو مثبت او ګټور ګام وباله. نوموړي زیاته کړه، چې د چارو ښه مدیریت او شفافیت د دوامداره اړیکو او وخت په وخت لیدنو ته اړتیا لري.
په یاده ناسته کې د ولایت په کچه د عشر او زکات مسؤلینو ګډون کړی و. د مولوي ندا محمد عابد په مشري د دې ناستې پر مهال د ولایتي مسؤلینو او د عشر او زکات ریاست ترمنځ د مؤثرې همغږۍ، متقابل تفاهم، د اړتیا پر وخت د مرستې او همکارۍ ژور بحث وشو، او دواړو لوریو د یو بل ملاتړ ته ژمن پاتې شول.
همداراز، په دې ناسته کې د عشر او زکات د راټولولو د پروسې اړوند ځینې شته ستونزې وڅېړل شوې او د مسؤلینو له لوري ورته لازم حل لارې وړاندې شول. د ولایت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د دغې پروسې ملاتړ به کوي، مداخله به نه کوي، او د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ به هر اړخیزه مرسته او ملاتړ کوي.
د غونډې په اوږدو کې پر ګڼو مهمو موضوعاتو مفصل بحثونه وشول، چې پکې د نوي چاپ شوي کتابچو اغېزمن استعمال، د کتابچو خوندیتوب او ساتنه، د عاشرینو د نوې تګلارې دقیق تطبیق، د کارکوونکو پاتې معاشاتو (لومړۍ، دویمه او درېیمه میاشت) اجرا، د حاضرۍ پر وخت ثبتول، د عشر او زکات د راټول شویو مالونو د پلور په پروسه کې شفافیت، د غنمو د زېرمه کولو لپاره د ګدامو ترلاسه کول، په چارو کې صداقت، ایمانداري او د فساد مخنیوی، خلکو سره ښه چلند، د نصف عشر د راټولولو تطبیق او دشخصي ګټو او سؤ استفادو مخنیوی شامل وو.
په پای کې ټولو ولایتي چارواکو دا ډول سفرونه ډېر اغېزناک وبلل، د دوام غوښتنه یې وکړه، او د ښې همکارۍ ژمنه یې تازه کړه. دوی ټینګار وکړ چې د شرعي حکمونو په رڼا کې د عشر او زکات پروسه به لا شفافه او مؤثره شي، او ولس ته به هم شرعي حقونه په وخت او مناسب ډول ورسېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت