د ځنګلونو د پرې کېدو د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د ساتنې په پار د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۷
د ځنګلونو د پرې کېدو د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د ساتنې په پار د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ځنګلونو د غیرقانوني پرې کېدو د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د ساتنې د پروسې د پیاوړتیا په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د مالیې وزارت استازي، د ځنګلونو د چارو د تنظیم رییس مولوي سراج‌الحق ذاکري او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
ګډونوالو د ځنګلي سیمو لپاره د ساتونکو د ګمارنې، په بېلابېلو ولایتونو کې د پستې ځنګلونو د ساتنې، د ځنګلي سیمو اوسېدونکو ته د طبیعي سرچینو د ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو او د سیمه‌ییزو ټولنو د رول په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړل.
همدارنګه، د لرګیو د پروسس مرکزونو، د صنعت‌کارانو د فعالیتونو د تنظیم او د ځنګلونو د بیا رغونې پروګرامونو لپاره د عمل پلان په اړه هم خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت له مخې، یوه ځانګړې کمېټه چې د کرنې، مالیې، سوداګرۍ، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او دغه راز د استخباراتو ریاست له د مرستیالانو په ګډون د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره رامنځته شوې، چې هره میاشت منظمې غونډې ترسره کوي ترڅو دغه بهیر وڅاري او تعقیب کړي.


برگزاری جلسه هماهنگی برای جلوگیری از قطع جنگلات و حفاظت از منابع طبیعی
۱۵ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
به منظور جلوگیری از قطع جنگلات و تقویت روند حفاظت از منابع طبیعی، جلسه‌ای با حضور معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی بازمحمد فیضان، برگزار شد.
در این جلسه، مولوی عبدالحق مخدوم معین پلان و پالیسی وزارت امور داخله، نماینده وزارت مالیه، مولوی سراج‌الحق ذاکری رئیس تنظیم امور جنگلات و سایر مسئولان اشتراک داشتند.
شرکت‌کنندگان پیرامون تعیین محافظان برای ساحات جنگلی، راهکارهای حفاظت از جنگلات پسته در ولایت‌های مختلف، آگاهی‌دهی به باشنده‌گان محل‌های جنگلی در مورد اهمیت منابع طبیعی و نقش جوامع محلی در حفاظت از جنگلات بحث و تبادل نظر کردند.
همچنین روی پلان عمل برای مدیریت فعالیت‌های صنعت‌کاران، مراکز پروسس چوب و برنامه‌های احیای جنگلات نیز گفتگو صورت گرفت.
قابل ذکر است که به‌دستور رهبری امارت اسلامی افغانستان، کمیته‌ای متشکل از معینان وزارت‌های زراعت، مالیه، تجارت، داخله، دفاع و استخبارات به هدف حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب تشکیل شده است که جلسات منظم ماهانه را برای پی‌گیری این روند برگزار می‌نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت