د روزګان د اوبو مدیریت لپاره مهم ګام؛ د څلورو چک‌ډېمو جوړولو لپاره سروی ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۱۳
د روزګان د اوبو مدیریت لپاره مهم ګام؛ د څلورو چک‌ډېمو جوړولو لپاره سروی ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو باصلاحیته پلاوی، چې مشري یې د یاد وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کوله د روزګان ولایت ته سفر وکړ، څو د څلورو چک‌ډېمو د جوړولو لپاره تخنیکي سروی ترسره کړي.
یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې  د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس، الحاج مولوي عطاءالله راشد سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د سيلابي اوبو د مهار اهمیت، ګټو او د چک‌ډېمو د اغېزمنتیا په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی فیضان وویل: د کرنې وزارت موخه دا دی چې په ټول هېواد کې د سیلابي اوبو د مهار لپاره اغېزمن ګامونه واخلي، څو هم اوبه خوندي شي او هم د ځمکې لاندې اوبو سطحه باثباته وساتل شي.
په همدې حال کې د روزګان د کرنې رییس ډاډ څرګند کړ چې د سروې او پروژې د پلي کېدو په برخه کې به لازم ګامونه پورته کوي.
د سروی له مخې، درې چک‌ډېمونه به د روزګان د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې، او یو چک‌ډېم به په دهراوود ولسوالی کې جوړ شي. د دغو چک‌ډېمو په جوړېدو سره به سیلابي اوبه مهار شي، او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به لوړه شي، چې دا کار به د کرنې پراختیا ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۶
Background image

د جلغوزیو ځنګلونو د شخړو د حل په پار الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د لغمان دکرنې رییس سفر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایتي ګډ پلاوي په ملتیا الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ، څو د جلغوزیو ځنګلونو د حاصلاتو د شخړو د حل په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۴
Background image

جوزجان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشري یو پلاوی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیاني او ولي وزیري، په ملتیا جوزجان ولایت ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

امام صاحب ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر 

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د یوې پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ سکتور ستونزو ارزونې او همدارنګه د ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره د لا ښه همغږۍ. . .

بازگشت