خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۰
خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو چارې روانې دي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې جوړېږي، چې د دغو شنوخونو رغنیزې چارې په منظم ډول روانې دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه شنې خونې د خوست ولایت په مرکز کې جوړېږي، چې رغنیزې چارې یې پیل شوي دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د خوست ولایت مرکز او ولسوالیو کې د۶۴ بابه شنو خونو جوړولو چارې عملاً روانې دي او د یادو ۶۴ بابه شنو خونو له ډلې څخه په مرکز کې د۲۱ بابه شنونو خوړولو ابتدایي چارو څخه نظارت ترسره شو.
دغه شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته دخوست د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت