کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره، او نغدي مرسته ووېشل شوه. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زدهکړې زمینه برابرول دي.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۳۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زدهکړې زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا ډول پروګرامونه به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي تر څنګ د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل هم شي. دغه ننداریزې کروندې به د هلمند په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي.
ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي، چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زدهکړه هم وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د کندهار په اوو ولسوالیو کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو د ننداریزو کروندو لپاره ۲۵ کیلوګرامه تخمونه ورکړل شوي وو، تر څو د غنمو کرنه ترسره کړي او پایلې یې له کرنې ریاست سره شریکې کړي.