ننګرهار کې زرګونو څارویو ته د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
ننګرهار کې زرګونو څارویو ته د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي او د اروپایي ټولنې په مالي لګښت د ننګرهار په لسو ولسوالیو  «حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره رود، رودات، چپرهار، کوزکونړ، کامه، بهسود او دره نور کې ۸۵ زره څارویو ته د طبق «اف،ام،ډي» ناروغۍ مخنیوي درملو تطبیق کمپاین پیل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دهالنډ کمېټې څخه مننه وکړه، چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ناروغیو سره د مقابلې په موخه وخت نا وخته بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي.
ښاغلی محسن زیاته کړه، چې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې په کافي اندازه مالدارۍ لرو نو په راتلوونکي کې پاتې ولسوالۍ هم په نظر کې ونیول شي.
د ننګرهار دکرنې رییس وټرنر داکترانو ته د درملو ښه تطبیق، د څارویو لرونکو سره د ښه چلند، درملو ښې ساتنې سپارښتنې وکړې او هم یې دهالنډ کمېټې څخه د ځینو نورو ناروغیو د مخنیوی په موخه د واکسینونو غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت