د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې له مسوول سره وکتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې له مسوول سره وکتل 

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې «آی،او،اف،اس» د بشري مرستو د عملیاتو له مدیر «امره یوکسک» سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې اترې وکړې.
 په دې لیدنه کې، د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هغو بنسټونو او ادارو څخه چې په افغانستان کې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، هرکلی کوي او د پروژو د مؤثر تطبیق لپاره دوی ته د همکاریو زمینه برابروي.
امره یوکسک هم په افغانستان کې د «آی،او،اف،اس»  د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او له کرنې وزارت څخه‌یې د ګډو برنامو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خوړو خوندیتوب اسلامي اداره «آی،او،اف،اس» د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی، چې مرکز‌یې د قزاقستان نورسلطان ښار کې دی. ددغې ادارې موخه د کرنې د پراختیا، د خوراکي ذخایرو د مدیریت او د کرنیزو تولیداتو او سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو د پراخوالي له لارې د غړو هېوادونو تر منځ د خوړو امنیت پیاوړی کول دي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسئول سازمان اسلامی امنیت غذایی
۲۹ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش 
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و‌ کفیل وزارت زراعت، با “امره یوکسک” مدیر عملیات بشردوستانه سازمان اسلامی امنیت غذایی (IOFS) در دفتر کارش دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، معین وزارت زراعت تأکید کرد که امارت اسلامی از فعالیت نهادها و سازمان‌هایی که در راستای حمایت از دهاقین و مالداران در افغانستان کار می‌کنند، حمایت می‌کند و برای تطبیق مؤثر پروژه‌ها زمینه همکاری را فراهم می‌سازد.
امره یوکسک نیز فعالیت‌های سازمان IOFS را در افغانستان تشریح کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت در اجرای برنامه‌های مشترک شد.
سازمان اسلامی امنیت غذایی (IOFS) در چوکات سازمان همکاری اسلامی در سال ۲۰۱۶ ایجاد شده و مقر آن در نورسلطان قزاقستان قرار دارد. هدف این سازمان تقویت امنیت غذایی در کشورهای عضو از طریق توسعه زراعت، مدیریت ذخایر غذایی و گسترش همکاری‌ها در عرصه تولید و تجارت محصولات زراعتی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت