د کرنې وزارت مشرتابه «د خلکو لپاره کښت» مؤسسې له رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۶:۳۴
د کرنې وزارت مشرتابه «د خلکو لپاره کښت» مؤسسې له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د یاد وزارت د مرستیالانو په ملتیا، له جیمز برت، د « د خلکو لپاره کښت» مؤسسې له رییس سره د کرنې وزارت په مقر کې ولیدل او د افغانستان لپاره د یوې سترې پروژې د پلي کېدو په تړاو یې بحث وکړ.
په دغه لیدنه کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ، چې مؤسسې او مستفیدین باید په خپلو کړنو کې شفاف، همغږي او مسوولیت منونکي واوسي. هغه زیاته کړه: «اړینه ده، چې د کرنې د ملاتړ او د دښتو د پراخېدو د مخنیوي لپاره ډېرې پروژې د بشپړ شفافیت او مؤثریت سره تطبیق شي. موږ غواړو چې مسؤلین او مستفیدین د هغو بودیجو په اړه چې د یوې پروژې لپاره لګول کېږي، حساب ورکوونکي وي. دا د خلکو او بزګرانو حق دی»
نوموړي څرګنده کړه، چې د هرې پروژې تطبیق باید د کرنې وزارت په مستقیم نظارت او همغږۍ کې ترسره شي، څو بزګرانو او خلکو ته یې اغېزمنې او ګټورې پایلې ورسېږي.
د ناستې په دوام، د «د خلکو لپاره کښت» مؤسسې رئیس جیمز برت ژمنه وکړه، چې یاده پروژه به د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته، د کرنې وزارت، نړۍوالو ادارو او په ځانګړي ډول د دښتې کېدو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې کنوانسیون یو ان سي سي ډي  تر څار لاندې پلې شي.
یاده پروژه چې د «ځمکې د تخریب مخنیوي» تر سرلیک لاندې طرحه شوې، چې موخه یې د خوړو خوندیتوب، د بزګرانو اقتصادي ځان‌بسیاینه، د کرنیزو محصولاتو له لارې سوداګرۍ ته وده ورکول او د یوه با ثباته ټولنیز اقتصاد پراختیا ښودل شوې ده.
په دغه لیدنه کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان او مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند هم حضور درلود.


دیدار رهبری وزارت  زراعت با رئیس موسسه «زرع برای مردم» 
۱۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دیداری با حضور معینان این وزارت  با جیمز برت ، رئیس موسسه «زرع برای مردم» در وزارت، پیرامون تطبیق یک پروژه بزرگ در بخش جلوگیری از تخریب زمین و تقویت زراعت در افغانستان گفتگو کرد.
وزیر زراعت در این دیدار با تأکید بر شفافیت، هماهنگی و مسوولیت‌پذیری موسسات و مستفیدین گفت: « نیاز است که پروژهای بیشتر جهت حمایت از زراعت و جلو گیری از صحرا گرایی در کشور تطبیق با موثریت و شفافیت کامل تطبیق شود و  ما می‌خواهیم که مسئولین و مستفیدین در قبال بودیجه‌ای که در یک پروژه مصرف می‌شود، پاسخ‌گو باشند. این حق مردم و دهاقین است.»
وی افزود که تطبیق پروژه‌ها باید در هماهنگی و تحت نظارت مستقیم وزارت زراعت انجام شود تا نتایج مؤثر و مفید برای دهاقین و مردم به‌دست آید.
در ادامه، رئیس موسسه «زرع برای مردم» تعهد سپرد که پروژه پس از امضای تفاهم‌نامه، زیر نظر وزارت زراعت و نهادهای بین‌المللی، به ویژه کنوانسیون سازمان ملل متحد برای مقابله با صحرازدایی (UNCCD)، تطبیق خواهد شد.
این پروژه که تحت نام «جلوگیری از تخریب زمین» طرح شده، که  هدف این پروژه، تأمین امنیت غذایی، خودکفایی دهاقین از طریق زراعت و تجارت محصولات زراعتی و انکشاف اقتصاد پایدار اجتماعی عنوان شده است.
در این دیدار، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، و ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت