د لغمان په درېیو ولسوالیو کې ۱۵۶ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۳
د لغمان په درېیو ولسوالیو کې ۱۵۶ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د خوړو او زده کړې نړۍوالې مؤسسې (ان،آی،اې) په مالي ملاتړ، د سویابینو د کرلو د هڅونې په موخه، د لغمان په مرکز مهترلام، علینګار او دولت‌شاه ولسوالیو کې ۱۵۶ مستحقو بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شو.
په دغه مرسته کې هر بزګر ته د نیم جریب ځمکې لپاره شپږ کیلوګرامه د سویابینو اصلاح شوی تخم، نهه کیلوګرامه توره کیمیاوي سره،۲.۵ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره ورکول کېږي.
د مرستو د وېش مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد له لوري، د خوړو او زده کړې نړۍوالۍ مؤسسې د استازو په حضور کې، د مهترلام له مستحقو بزګرانو څخه رسماً پیل شول.
د وېش پر مهال، مولوي عبدالستار محمد له یادې مؤسسې مننه وکړه، چې د اړمنو بزګرانو ملاتړ کوي. نوموړي وویل، چې سویابین نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کمولو او د خلکو د غذایي رژیم د پیاوړتیا لپاره هم مهم نبات دی.
مولوي عبدالستار محمد له بزګرانو وغوښتل، چې یاد تخمونه د کرنې ریاست د مسلکي ټیم او د مؤسسې د تخنیکي کارکوونکو تر لارښوونې لاندې وکري، تر څو د کرکېلې بهیر اغېزناک واقع شي او مطلوب حاصل تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت