د کرنې وزارت مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: مراجعینو سره ښه چلند او چارې په اخلاص ترسره کړئ

user-admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۲:۵۱
د کرنې وزارت مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: مراجعینو سره ښه چلند او چارې په اخلاص ترسره کړئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د ۲۳ ولایتونو د ځمکو د آمرينو او عمومي مديرانو لپاره څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په لاره اچول شوی دی. دغه علمي او دیني پروګرام د قرآن کریم د ختم سره مل وو، چې د معنوي فضا ترڅنګ یې ګډونوالو ته د مسلکي پوهې پراخولو زمینه هم برابره کړه.
د یاد پروګرام په وروستي ورځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان اخند "حاجي سالم"، د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، او د یاد ریلست یو شمېر مشران، آمرین او ولايتي کارکوونکي ګډون کړی وو.
په پيل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان اخند "حاجي سالم"، د قرآن عظیم الشان له مبارک آیت سره چې وايي: "يو له بل سره نېکي وکړئ او پر يو بل ظلم مه کوئ"، خپله وینا پیل کړه. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له مراجعينو سره ښه چلند وکړي، د فساد څخه ډډه وکړي او خپل مسووليتونه په صداقت او اخلاص سره تر سره کړي. هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره د زورواکو له خوا غصب شوې ګڼ شمېر دولتي ځمکې بېرته استرداد شوې دي، او د اراضۍ لوی ریاست د کارکوونکو صادقانه هڅو ته اړتیا ده ترڅو دغه بهیر لا چټک او منظم شي.
په همدې حال کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم هم ګډونوالو ته خبرې وکړې او ویې ویل: "کومې ځمکې چې بېرته استردادېږي، باید لومړی د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو په بانک کې ثبت شي، او بیا تر تائید وروسته مستحقینو ته د اجارې په ډول له یو نه تر درېیو کلونو پورې ورکړل شي." هغه ټینګار وکړ چې ټول کارمندان باید د شفافیت، صداقت، او قانون‌مندۍ له اصولو سره سم خپل کارونه تر سره کړي.
دغه ورکشاپ چې څلور ورځې یې دوام وکړ، د عملي زده‌کړو ترڅنګ د معنوي پیاوړتیا لپاره د قرآن کریم  ختم هم په کې شامل وو.
پروګرام د دعا او سپېڅلي قرآن ختم سره پای ته ورسېد او ګډونوالو د خپلو مسؤلیتونو د لا ښه تر سره کولو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت