د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له‌خوا دوو امارتي ادارو ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۵۰
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له‌خوا دوو امارتي ادارو ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شویو غونډو کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد، د پوهنې وزارت د ښونځيو او املاکو د ساتنې رييس مولوي سميع الحق حماس او د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی ریاست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حدید ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا پوهنې وزارت او د ښاروالیو د همغږي چارو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه.
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د چارواکو په خبره د پوهنې وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د بدخشان ولايت فیض آباد ولسوالۍ کې په لس جريبه ځمکه باندې د ديني مدرسې او همدارنګه غزني ولايت مرکز کې په شل جريبه ځمکه باندې د دارالعلوم د جوړولو په موخه ځمکه ولېږدول شوه.
دغه راز د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد رياست ته د زابل ولایت مرکز کې په ۱۵ جريبه ځمکه باندې د ګنج د جوړولو او همدارنګه تخار ولايت دشت قلعه ولسوالۍ کې په ۱۰۴ جريبه ځمکه باندې په دغه ولسوالۍ کې د ښارګوټي د تطبيقي پلان د جوړولو په موخه ځمکه ولېږدول شوه.
ددغو ځمکو د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید، د پوهنې وزارت د ښونځيو او املاکو د ساتنې رييس مولوي سميع الحق حماس او د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی ریاست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حدید ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت