هلمند کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۵
هلمند کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې د مسولینو، د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو چارواکو په شتون کې ترسره شو.
ددې کمپاین په ترڅ کې د مارجې ولسوالی دوه زره څارویو ته د طاعون پر وړاندې واکسین پلي شوي او په نورو ولسوالیو کې هم دوام لري.
د دې واکسین د تطبیق موخه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی، د څارویو د مړینې کمول او د هلمند ولایت د مالدارانو د اقتصاد ملاتړ کول دي.
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هېواد کې د څارویو روغتیا ښه کولو او د څارویو پیاوړتیا او لوړ محصولاتو د تولید په موخه ترسره کېږي.
په ورته مهال سیمه ییزو مالدارانو د دې اقدام هرکلی کړی او له مسؤلینو یې مننه کړې، چې د دوی حیوانات یې له احتمالي ناروغیو ژغورلي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت