د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د لبنیاتو اتحادیې له غړو سره وکتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۵۳
دیدار معین زراعت و مالداری با اعضای اتحادیه لبنیات افغانستان

۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په خپل دفتر کې د افغانستان د لبنیاتو اتحادیې له غړو سره وکتل او د هېواد د لبنیاتو د تولید او پروسس په برخه کې د ستونزو او فرصتونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، د لبنیاتو اتحادیې غړو خپلې ستونزې او اړتیاوې، په ځانګړي ډول د شیدو د راټولولو، لېږد، پروسس، د لبنیاتو د بازار موندنې او تخنیکي ملاتړ د زیاتوالي اړوند شریکې کړې. دوی له کرنې وزارت څخه د مالدارانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د لبنیاتو د فابریکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
مولوي صدراعظم عثماني د لبنیاتو اتحادیې د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې کرنې وزارت د مالدارانو او داخلي تولیدوونکو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې وزارت اساسي موخه د لبنیاتو د تولیدي زنځیر پیاوړتیا، په دې برخه کې ځان بسیاینه او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
په پای کې، دواړو لوریو د صنعت د ودې لپاره د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.


دیدار معین زراعت و مالداری با اعضای اتحادیه لبنیات افغانستان
۷ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با اعضای اتحادیه لبنیات افغانستان دیدار و در مورد چالش‌ها و فرصت‌های موجود در بخش تولید و پروسس لبنیات در کشور گفتگو کرد.
در این نشست، اعضای اتحادیه لبنیات افغانستان مشکلات و نیازهای خود را در بخش جمع‌آوری، انتقال و پروسس شیر، تأمین بازار برای محصولات لبنی و افزایش حمایت‌های تخنیکی مطرح کردند. آن‌ها خواستار همکاری بیشتر وزارت زراعت در زمینه ایجاد سهولت‌ها برای مالداران و تقویت فابریکه‌های لبنیات شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن قدردانی از تلاش‌های اتحادیه لبنیات، بر تعهد وزارت زراعت برای حمایت از مالداران و تولیدکنندگان داخلی تأکید کرد. وی افزود که یکی از اهداف اساسی این وزارت، تقویت زنجیره تولید محصولات لبنی، خودکفایی در این بخش و بهبود وضعیت اقتصادی مالداران است.
در پایان، دو طرف بر ادامه همکاری‌ها و تلاش مشترک برای توسعه صنعت لبنیات در کشور تأکید کرده و نشست با دعای خیر به پایان رسید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت