د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې ۱۰ بڼوالو ته د پستې بڼونه جوړ شول  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۲۰
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې ۱۰ بڼوالو ته د پستې بڼونه جوړ شول  

۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ارغستان ولسوالۍ ۱۰ بڼوالو ته د پستې بڼونه جوړ شول، چې هر بڼوال ته پر یوه جریب ځمکه د پستې کرکېله پیل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د مخدره موادو او جرمنو ضد سازمان یو ان او ډي سي په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د ارغستان ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څار لاندې، ۱۰ بڼوالو ته د پستې بڼونه جوړ شول.
د دې پروګرام له مخې، هر بڼوال ته پر یوه جریب ځمکه د پستې کرکېله پیل شوه، چې موخه یې د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، د کرنیزو ځمکو ارزښت لوړول او د پستې کرکېلې پراخول دي.
پسته یو ارزښتناک کرنیز محصول دی، چې په وچو اقلیمي سیمو کې ښه نتیجه ورکوي او بزګران یې د ثابت عاید لپاره مهمه سرچینه ګڼي. د دې کرکېلې پراخوالی د بزګرانو عاید زیاتوي او د صادراتو لپاره فرصتونه رامنځته کوي. همدارنګه، پسته د کوکنارو د بدیل په توګه د غیرقانوني کرنې پر ځای قانوني کرنې ته بزګران هڅوي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو تنوع ته وده ورکوي، چې په دې لړ کې تېره ورځ هم په خاکریز ولسوالۍ کې ۱۵ بزګرانو ته د پستې ۱۵ بڼونه جوړ شول، ترڅو د کرنیزو محصولاتو وده زیاته او بزګران اقتصادي ثبات ومومي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت