د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د سبو کرنیزې څېړنې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۴
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د سبو کرنیزې څېړنې پیل شوې

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو د یاد فارم په یوه جریب ځمکه کې د سبو کرنیزې څېړنې پیل کړې،چې دغو څېړنو په ترڅ کې به بېلابېل سابه تر علمي څېړنې لاندې ونیول شي.
یادې څېړنې د وري میاشتې په لومړیو کې پیل شوې، چې پکې مختلف ډوله سابه، له ډلې لس ډوله رومیان، پالک، بینډۍ، مرچ، ترهتیزک او یو شمېر نور سابه څېړل کېږي. دا څېړنې به د روان کال په وږي میاشت کې بشپړې شي.
د غو څېړنو پر مهال به د سبو د کرنې مهم عوامل؛ د قطارونو ترمنځ فاصله، د کرلو تخم اندازه، د سرې کارونه، د اوبو لګولو وختونه، د ناروغیو او آفتونو تشخیص، او د حاصلاتو کیفیت څېړل کېږي. د څېړنې په پایله کې به د تخمونو وزن معلوم او په ځانګړو کڅوړو کې ځای پر ځای شی، چې وروسته به د کرنې وزارت ته واستول شي. د کرنې وزارت مسؤلین به د دغو تخمونو پایله تحلیل کړي او د هېواد د نورو ولایتونو له حاصلخېزو تخمونو سره یې پرتله کړي..
باید وویل شي، چې د کندهار دکرنې ریاست د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي او فني مسؤلین تل هڅه کوي، چې د سبو، مېوو، تېلي او صنعتي نباتاتو بېلابېل ډولونه او ورایټۍ (نوعي) وڅېړي، ترڅو د بزګرانو لپاره ارزښتناک نباتات وپېژني او ترویج یې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د لړم میاشتې له ۱۳ تر ۱۶ نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

بازگشت