د کندهار معروف ولسوالی کې د بادامو لسګونه بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۰
د کندهار معروف ولسوالی کې د بادامو لسګونه بڼونه جوړېږي

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د معروف په ولسوالی کې ۵۵ اړمنو بڼوالو ته پر ۵۵ جریبه ځمکه د بادامو بڼونو جوړولو په پار پر یادو بڼوالو د بادامو نیالګیو وېش لړۍ پیل کړ.
یاد بڼونه د مسلکي انجنیرانو له لوري د معروف ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې پر ۵۵ جریب ځمکه جوړېږي، چې له مخې به یې هر بزګر ته پر یوه جریب ځمکه د ۱۱۴ نیالګیو څخه یو د بادام بڼ جوړ شي.
همداراز، د یادو بڼونو د ښه، اساسي او پایداره جوړښت لپاره، بڼوالو ته وړاندې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې وه، چې په دې روزنه کې بڼوالو ته د ځمکې منظم چمتووالی، د نیالګیو منظم اېښودل، د نیالګیو د کتارونو ترمنځ د مناسب فاصلي پرېښودل، د اوبو د منظم سیستم رامنځته کول، او ورته اړینې سپارښتنې شوې وې، ترڅو بڼونه یې په ښه توګه وده وکړي.
د دغو بڼونو جوړولو موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د بادام میوې بڼونو ته پراختیا او وده، د بزګرانو ځان بسیاینه، او د هغوی لپاره د کار زمینې برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم په معروف ولسوالی کې ۱۰ تنه اړمنو بزګرانو ته د آیته انګورو د بڼونو جوړولو په موخه هر بزګر ته ۳۳۳ نیالګي وېشل شوې وې، ترڅو په یاده ولسوالیو کې د آیته انګورو کرنې او پراختیا ته لا هم لاره هواره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت