د هلمند کرنې ریاست کارکوونکو له لوري د هلمند پوهنتون د کرنې محصلینو ته عملي زده‌کړې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۵
د هلمند کرنې ریاست کارکوونکو له لوري د هلمند پوهنتون د کرنې محصلینو ته عملي زده‌کړې

د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي اتم سمستر محصلینو ته د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو عمومي مدیریت اړوند څېړنیز فارم کارکوونکو له لوري عملي زده‌کړې ورکړل شوې.  
د یادو زده‌کړو په ترڅ کې محصلینو د کرل شوو تجربو څخه له نږدې لیدنه وکړه او ورته د غنمو تجربو، مورني او هستوي تخم تولید قطعاتو موخې او ارزښت، د لیګومي نباتاتو د کرکترونو د نیولو مطالعه، د اګرانومي تجربو تشریح او اړتیا، د سبزیجاتو د تخم تولید، خالص‌سازي او مورني تخم تولید فرصتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.  
یادې عملي زده‌کړې د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او څېړنیزو وړتیاوې لوړنې په موخه ترسره شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت