ننګرهار کې ۳۵۰ تنو بېوزله هېوادوالو سره د نغدو مرستو سروي پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۱
ننګرهار کې ۳۵۰ تنو بېوزله هېوادوالو سره د نغدو مرستو سروي پیل شوه

د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ، ډي،آر،اې»  (په مالي لګښت د ننګرهار په څلورو ولسوالیو اچین، سپین غر، لعلپوره او مومندرې کې ۳۵۰ تنو هېوادوالو ته د خوړو خوندیتوب په موخه دنغدو پیسو د ورکړي سروي پیل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د یادو ولسوالیو انتخاب شوو کورنیو سره به د ۱۸۰ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کېږي، چې په اچین کې به ۱۰۰، سپین غر کې ۵۰، لعلپوره کې ۱۰۰ او مومندرې ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو ته مرستي ورکړل شي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې یاده مرسته به هغو یتیمو، کونډو،معیوبو او بېوزله خلکو ته ورکول کېږي، چې روغتیایي او کافي  خوړو ته لاسرسي ونلري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت