د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱۷
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

۲۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا مرکز میدان ښار کې  له یو شمېر قصابیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
دیادې څارنې په ترڅ کې د قصابیو د غوښو ارزونه وشوه او دغه راز قصابانو ته ځانګړې لارښودنې او توصیې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی، د قصابیو لا ښه تنظیم، د حفظ الصحې مراعتول او اړونده قصابانو ته په مسلخ (مذبح) کې د څارویو د حلالولو توصیه ده. 
ددې څارنې په ترڅ کې دغه راز د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي او اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت