د هلمند ولایت کرنې رییس د باباجي سړک د نیالګي ایښودلو چارې وارزولې  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۷
د هلمند ولایت کرنې رییس د باباجي سړک د نیالګي ایښودلو چارې وارزولې  

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د باباجي پر نوي رغول شوي سړک د نیالګي ایښودلو چارې له نږدې وارزولي. په دې ارزونه کې د طبیعي سرچینو آمر قاري مولوي دین محمد مغفور او ځیني نور مسؤلین هم ورسره ملګري وو.  
کرنې رئیس مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د نیالګي ایښودلو لړۍ د متخصصینو او مسوولو انجنیرانو په همغږۍ ترسره کړي، څو د سړک پر مسیر روان کارونه له خنډ سره مخ نه شي.  
د طبیعي سرچینو آمر کرنې رئیس ته ډاډ ورکړ، چې دا چارې به د کرنیزو اصولو مطابق او د مسوولو انجنیرانو په همکارۍ ترسره شي.  
د هلمند کرنې ریاست د خپل پلان له مخې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو په کچه د ۱۸۰ زره بېلابېلو نیالګیو د کښېنولو لړۍ پیل کړې، چې عملاً یې کارونه روان دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

نورستان کې دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشراو زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د یوې پلاوي په مشر لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

بازگشت