د کندهار بولدک کې د طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۴

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک په ولسوالی کې د سسي طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې د سسي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې په پار له شرکتونو سره قرارداد لاسلیک شوی دی.
د سسي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي امارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره کړي دي، چې څو ورځې وړاندې د پنجوایي په ولسوالی کې هم د شملغې او سسي بوټو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د یوې پلاوي په مشر لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

بازگشت