د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې له رییس سره وکتل 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې له رییس سره وکتل 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې له رییس امري یوکسک سره وکتل.  
په دې ناسته کې د یادې مؤسسې د راتلونکو پروګرامونو په اړه، چې په لوګر او پکتیا ولایتونو کې به عملي کېږي، بحث وشو. د مؤسسې رییس د کیمیاوي سرو، د اصلاح شویو تخمونو وېش او د کروندګرو د روزنې په اړه معلومات ورکړل.  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغې مؤسسې له فعالیتونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ولس د انقلاب او تېرې جګړې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، نو ورسره مرسته کول د اسلامي هېوادونو دیني او اخلاقي مسؤولیت دی.


دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس موسسه بین‌المللی رفاه اسلامی
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با امری یوکسک، رئیس موسسه بین‌المللی رفاه اسلامی، دیدار و گفتگو کرد.
در این نشست، درباره برنامه‌های آینده این موسسه در ولایت‌های لوگر و پکتیا بحث شد. رئیس موسسه مذکور پیرامون توزیع کود کیمیاوی، تخم بذری و آموزش‌دهی دهقانان در این ولایت‌ها معلومات ارائه کرد.
معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های این موسسه قدردانی کرده و تأکید نمود که مردم افغانستان در جریان انقلاب و جنگ‌های گذشته مشکلات زیادی را متحمل شده‌اند و کمک به آنان یک مسؤولیت اسلامی و وجدانی برای ملت‌های مسلمان است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت