د کندهار پنجوایي کې یوشمېر مالدارانو ته د مالدارۍ توکي او د څارویو درمل ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۳۲
د کندهار پنجوایي کې یوشمېر مالدارانو ته د مالدارۍ توکي او د څارویو درمل ووېشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د پنجوایي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر مستقیمې څارنې لاندې، د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې، ۲۰ تنو اړمنو او بېوزله مالدارانو ته د مالدارۍ اړین توکي او د څارویو روغتیا لپاره درمل ووېشل شول.
په دې مرستې کې هر مالدار ته د مایع ګاز ډبه، شېدو راټولولو لپاره فلزي سطل، د شېدو د انتقال لپاره فلزي ډبه، د شېدو مایع کولو لپاره فلزي لوښی (کټوه)، د شلومبو مایع کولو لپاره فلزي غړکه، جالۍ، لوټه، دستکشې، بورس، او همدارنګه د څارویو روغتیا ته د پاملرنې په موخه ۵ قلمه ډول دول درمل ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د هغوی لپاره د مالدارۍ اړینې اسانتیاوې برابرول، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول، او د کورنیو اړتیاوو پوره کول دي، ترڅو مالداران وکولای شي له دې مرستې څخه ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې، دغو مالدارانو هر تن ته ۲ بلاربې وزې هم وېشل شوې وې، چې اوس ورته د مالدارۍ اړین توکي او درمل ورکړل شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت