پکتیکا کې مالدارانو ته د څارویو خوراکه ووېشل شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۳
پکتیکا کې مالدارانو ته د څارویو خوراکه ووېشل شوه 

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څار لاندې، آر آر اې اې مؤسسې له لوري مالدارانو ته کونجاړه (د څارویو خوراکه) ووېشل شوه.  
یاده مرسته د یوې تخنیکي سروې پر بنسټ ترسره شوه، چې له مخې یې مستحق مالداران په نښه شول. دا سروې د اړوندو دولتي ادارو او یادې مؤسسې د مسؤلینو په همغږۍ ترسره شوې وه، ترڅو مرسته مستحقو مالدارانو ته ورسېږي.  
مسؤلینو وویل، چې د دې ډول مرستو موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړي کول، د څارویو ساتنه او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.  
د مرستې ترلاسه کوونکو مالدارانو د کرنې ریاست او همکارې مؤسسې له دې اقدام څخه مننه وکړه او له اړوندو چارواکو یې د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت