کندهار کې لسګونه کورنیو ته چرګان او د پالنې لپاره یې اړین توکي ووېشل شول 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۴۶
کندهار کې لسګونه کورنیو ته چرګان او د پالنې لپاره یې اړین توکي ووېشل شول 

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د نېش او میانشین ولسوالیو ۴۲ کورنیو ته چرګان او د پالنې لپاره یې اړین توکي ووېشل شول. دا مرسته د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د نړیوال سازمان ایف اې او په مالي ملاتړ او د بشري سرچینو پراختیا ادارې ایچ ار ډي اې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوه.
په دې پروګرام کې ۲۱ کورنۍ د نېش او ۲۱ کورنۍ د میانشین له ولسوالۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته ۲۷ چرګې، ۳ چرګان، ۴ د اوبو لوښي، ۴ د خوراک لوښي، ۲۰۰ کیلو د چرګانو خوراک او د مرغانچي جوړولو لپاره یوه فلزي دروازه، ۲ کړکۍ او ۵ لرګي ورکړل شول.
د دې مرستې موخه د لیرې پرتو سیمو خلکو ته د چرګانو د پالنې اسانتیا برابرول، د دوی اقتصادي وضعیت ښه کول او د محلي تولید له لارې د خوراکي توکو لاسرسی اسانه کول دي. تمه کېږي چې دا مرسته به نه یوازې د کورنیو عواید لوړ کړي، بلکې د متوازنې تغذیې په برخه کې به هم مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د بشري سرچینو پراختیا ادارې د ایف اې او په مالي ملاتړ د نېش او میانشین ولسوالیو ۲۲ بزګرانو ته د بڼ جوړونې اړین توکي او تخمونه ورکړي وو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

بازگشت