د پکتیا د کرنې رئیس د میرزکې ځنګلونو د بیارغونې هڅې وڅارلې  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۴۸
د پکتیا د کرنې رئیس د میرزکې ځنګلونو د بیارغونې هڅې وڅارلې  

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سیدامین هاشمي د ځنګل ساتنې مسؤلینو په ملتیا میرزکې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ځنګلونو د بیارغونې په اړه یې غونډه وکړه.  
په دې غونډه کې د میرزکې ولسوال الحاج مولوي عبدالرحمن حبیبي، د ولسوال مرستیال، د ترویج عمومي مدیر، قومي مشرانو، او د ځنګلونو د ټولنو استازو ګډون وکړ. غونډه د نیازبیک تپې هغو برخو ته ځانګړې شوې وه، چې کرل شوي ځلغوزي یې یا پوره راشنه شوي نه وو یا د وچکالۍ له امله وچ شوي وو.  
د قومي مشرانو او د ځنګلونو د ټولنو استازو تعهد وکړ، چې یاده ساحه به بیا کرل کېږي. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت