د پکتیکا دکرنې رییس د «هالټو» مؤسسې مسوول سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۱۹
تلاش‌های کارمندان ریاست زراعت ولایت پروان برای بررسی مشکلات زراعتی و باغداری

د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدزمانعمري د «هالټو» مؤسسې له مسؤل او کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدزمانعمري د کرنې او مالدارۍ د سکتور پر پرمختګ خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره به له «هالټو» مؤسسې سره هر اړخیزه همکاري وکړي. نوموړي د مؤسسې له استازو وغوښتل، چې په دې سکتور کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
په ورته وخت کې د«هالټو» مؤسسې مسؤل د خپلو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د همکارۍ د دوام ډاډ یې څرګند کړ.
دا ناسته د پکتیکا په کرنیز سکتور کې د «هالټو» مؤسسې د همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت