د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خرما حاصلاتو د لوړولو هڅې چټکې کړې دي  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خرما حاصلاتو د لوړولو هڅې چټکې کړې دي  

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د خرما د تولید کچې د زیاتولو په موخه هڅې روانې دي.
د یاد شرکت د خرما بڼ مسوولین څرګندوي، چې اوس مهال په ۹زره خريطو کې د خرما زړي تر روزنې لاندې دي. د دوی په وینا، کله چې دا زړي ستر شي، د نورو خرما بڼونو جوړولو او همدارنګه د پلورلو لپاره کارول کېږي.
د خرما بڼ مسوولین زیاتوي: «له ښه مرغه دا زړي اوس راشنه شوي.» دوی هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به د خرما ګڼ باغونه جوړ شي، او د دې لارې به د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د عواېدو کچه نوره هم لوړه شي.
ننګرهار د کرنې له پلوه یو له مهمو ولایتونو څخه دی، چې د خرما ترڅنګ د نورو مېوو تولید هم پکې د پام وړ دی. د خرما تولید لوړول نه یوازې د محلي اقتصاد لپاره ګټور دي، بلکې د صادراتو کچه هم ورسره زیاتیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت