د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رئیس د یوناما د ختیځ زون مشرې سره وکتل  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۵:۳
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رئیس د یوناما د ختیځ زون مشرې سره وکتل  

۱۲ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت عمومي رئیس سید محمد نعیم محمدي د ختیځ زون یوناما مشرې آغلې کرن لیګ کاسټ سره وکتل. 
دا ناسته د یاد شرکت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجنیر ندي الله «نیازي»، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر محمد جمیل «خوشحال»، د مالي او اداري چارو رئیس محمداجان «راشد»، د یوناما د سیاسي برخې همکار نصیب ګل «مشال» او نورو ګډون کړی و.  
په لیدنه کې آغلې کرن د یوناما د دفتر د فعالیتونو کړنلاره تشریح کړه. له بلې خوا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مشرتابه د ننګرهار کانال د سترې او ملي پروژې په اړه او روانو پروسو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.  
په پای کې د یوناما مشرې د شرکت د بېلابېلو برخو له نږدې لیدنه وکړه او د شرکت له مشرتابه سره یې د همکارۍ پر فرصتونو خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت