د کرني  وزارت د مالي او ادارۍ مرستیالۍ استازي د کندز ولایت  مرکزي ګدامونو کې د زېرمه شوو غنمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۳:۴۷
د کرني  وزارت د مالي او ادارۍ مرستیالۍ استازي د کندز ولایت  مرکزي ګدامونو کې د زېرمه شوو غنمو څخه لیدنه وکړه

 ۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ استازي د کندز ولایت  له زېرمه شوو غنمو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ددغې لیدنې پر مهال دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ استازی محبوب شاه شاهد ترڅنګ د ستراتیژیکو زېرمو ریاست استازی محمد شریف شریفي، د کنذر ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح الدین واحدی، د کنذز ولایت د کرنې ریاست د لابراتور مدیر روح الله سراج، د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ استازی عبدالباقی مجیدی او جنسي معتمد هم حضور درلود.
د مالي او اداري چارو معینیت استازی په مرکزي ګدامونو کې د ځای پر ځای شوو غنمو د حفظ او مراقبت چارې له نږدې ولیدلې، هغه همدارنګه مسؤلو کارکوونکو ته د غنمو د ښه حفاظت په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
 همدارنګه یی یادو زېرمتونو ته نیږدې پرتو وریجو د انتقال، د کلکینانو د جالیو ترمیم، فومیګیشن او هلته د اړتیاؤ د پوره کولو برخه کې مربوطه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت