خوست کې د لومړي ځل لپاره د شين چای د کرکیلې په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۲:۵۱
خوست کې د لومړي ځل لپاره د شين چای د کرکیلې په پار هڅې

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت د څېړنیو لوی مدیریت د شین چای په روزنه، تکثیر، ګټه اخیستنه او پروسیس پیل کړی.
یاد بوټی د ګربزو صحرا په دورمالکه سیمه کې کرل شوی او په منظم ډول ترې لیدنه او پالنه کېږي، چې دا مهال د نمونوي ودې په حالت کې دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وايي، په دې هڅه کې دي، تر څو په خوست کې د یاد بوټي کرکیله بریالۍ او دا مهم توکی په هېواد کې د ننه تولید ومومي.
  شين چای په ځانګړو چاپیریالي او شرایطو کې وده کوي د کښت فکتورونه يې لکه اقلیم، لوړوالی، او د خاورې ډولونو لخوا اغیزمن کیږي. دا چې زموږ په هېواد کې شين چاي ډېر کارول کېږي خو کښت يې په نشت حساب دی، په دې برخه کې څېړنه او د یاد بوټي ترویج به د کرنې په پراختیا او د بزګرانو اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت