د کونړ مرکز کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۲۶
د کونړ مرکز کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

د کونړولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په مرکز اسدآباد ښار کې یو شمېر حیواني درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
ددې څارنې په ترڅ کې ۲۱ قلمه مختلف النوعه تاريخ تېر درمل هم راټول شوي دي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د  چارمغزو ۴۰زره او ۵۰۰ نیالګیو کېنولو پروژې څخه نظارت ترسره شو

د خوست ولایت د کرنې ریاست له لوري د افرین مؤسسې د واټرشیډ چارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې څخه نظارت ترسره شو. د کرنیزو چارو عمومي مدیر واحد نور دغه پروژه مثبته وارزوله او د مؤسسې له. . .

بازگشت