په فراه کې پر سلګونو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۷
په فراه کې پر سلګونو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه

د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کې ۱۲۹ بزګرانو ته کیمیاوي سره ووېشل شوه. دا مرسته د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (آر، او، پي) موسسې په تخنیکي همکارۍ او د (یو، ان، ډي، پي) په مالي ملاتړ ترسره شوه.
د دې لړۍ په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۲۵ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوه. د دې تر څنګ، څه موده مخکې یادو بزګرانو ته د پیازو اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوي وو.
د دې مرستو موخه په سیمه کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ او له محدودو ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د دې ډول مرستو دوام به د کرنې د ودې او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره اړین وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت