لغمان کې د کرنې سکتور د همغږۍ میاشتنۍ غونډه دایره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۰
لغمان کې د کرنې سکتور د همغږۍ میاشتنۍ غونډه دایره شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د سکتوري او تخنیکي همغږۍ میاشتنۍ غونډه د کرنې ریاست مشر الحاج مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ جوړه شوه، چې پکې د دې ریاست امرینو او مدیرانو، سکتوري ادارو او د کرنې سکتور اړوند همکارو غیر دولتي مووسسو استازو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. د کرنې ریاست مشر مولوي عبدالستار محمد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ څرګنده کړه، چې دا غونډه د همغږۍ، شفافیت، او متوازن انکشاف د لا ښه پلي کېدو په موخه دایره شوې، ترڅو د ولایت په لرې پرتو سیمو کې بزګرانو او مالدارانو ته عادلانه او شفاف خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي اړوندو همکارو مؤسسو ته سپارښتنه وکړه: چې د مستحقینو د سروې او مرستو وېش چارې د کرنې ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي، خپل پلانونه او پروګرامونه په وخت سره شریک کړي او د پروژو د تطبیق څخه وړاندې اړوند اسناد د کرنې وزارت سره بشپړ کړي.
د غونډې په جریان کې د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر عبیدالله قریشي د "موج ویژن" تر عنوان لاندې نندارتون د ګډون شرایط او کړنلاره له ګډونوالو سره شریکه کړه، چې د روان کال د لیندۍ میاشتې له شلمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې به دوام وکړي.
د غونډې د اجنډا پر بنسټ، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې، د خوړو او زده‌کړې نړیوالې مؤسسې، د راتلونکو نسلونو مؤسسې، ای.بي.ام مؤسسې، ډاکار، او اسلامیک ریلیف موسسو استازو، همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا، چاپیریال ساتنې، او اقتصاد ریاستونو استازیو خپل کاري راپورونه، راتلونکي پلانونه، او د کار په ساحه کې شته ستونزې د غونډې له مشرتابه سره شریکې کړې.
په پای کې د ستونزو د حل او د راتلونکو پلانونو د ښه تطبیق په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول، او د مشرتابه له لوري ټولو ګډونوالو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت