د بدیل معیشت آمریت

mail-admin

د ۱۳۹۶ کال

لرلید(دیدګاه):

څنګه، چې ټول هیوادوال په دې پوهیږي، چې افغانستان د اقتصادي جوړښت له اړخه یو کرنیز هېواد پيژندل شوی دی او ددې هیواد ډیری وګړي د کرنې سکټور د مالدارئ  او ددې برخې اړوند نورو برخو کې په کار بوخت دي. په هېواد کې  مو په دوامداره توګه د بیلا بیلو لاملونو په اساس د  خاشخاشو کښت  کې زیاتوالی راغلی دی.  د خاشخاشو د کښتونو له منځه وړل او پرځای یې دکرنیزو محصولات ځای پر ځای کول  زموږ د هیواد له ملي موخو څخه دي، چې د کرنې سکټور او یوشمیر نورو  اړوندو څانګو په ترڅ کې د  کروندګرو، بڼوالو، او مالدارانو لپاره د بدیل معیشت پروژو رامنځته کیدل او د نورو زیربنايي، اقتصادي او اجتماعي سکټورونو  په همکاری او په دې پرخه کې  شامل وزارتونه کولای شي، چې مخدره توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.

ستراتیژي:

د خاشخاشو د کښت پر ځای د نورو بوټو د کښت کول،  د بڼوالئ، مالدارئ او د خوارکي توکو د کړنو له لارې د هیواد د بڼوالو، کروندګرو د عوایدو د کچې لوړول،  د خاشخاشو د کښت له زیانونو څخه  د کروندګرو خبرول،  د کروندګرو دکورنیو اړتیاو لرونګو متناسبو عوایدو په برخه کې د  دیني او قبیلوي  مشرانو ملاتړ را خپلول دي.

موخه:

  • د کرنې وزارت د سکټوري ریاستونو  په ګډه همکاری سره د خاشخاشو د کښت د بدیلو پروژو په اړه د پروژو  د پلي کیدو د وړتیاوو لرولو، ګټورتوب، حاصل ورکونې او همدا راز د هغه سیمو کروندګرو ته ، چې خاشخاش یی کشت کړي دي  د  موسمي او جغرافیایی حالت ته په کتو سره په هره سیمه کې د اقتصادي او کرنیزو  پوتنسیلونو  شته ځآنګړتیاو لرولو په اساس د کلتوری او پلي کیدونکو مهارتونو د منلو  او شته وړتیاوړ په برخه کې څیړونه او پیژندنه ده.
  • د نړیوالو مؤسساتو او نور بنسټونو په همکارئ د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په ترڅ کې د کرنې وزارت د سکټوري ریاستونو او شاملو وزراتونو ترمنځ  د اړیکو ټینګول، همغږي درلودل، د کرنیزو او مالدارئ چارو د بدیل پروژو  د کړنو انسجامول دي.
  • د کوکنارو  د نه کښت کولو په پار کروندګر، بڼوال او مالدارنو ته د نورو بوټو د کښت کولو او د محصولاتو د ګټورتوب  په برخه کې  ډاډ ورکول، ترڅو له دغه بوټي څخه په خپله خوښه د نورو بوټو کښت ته پام واړوي.
  • د کرنې  او  مالدارئ په بیلا بیلو برخو کې  د کروندګرو  او د دوی د اقتصادي عوایدو د پیاوړتیا په پار  د خاشخاشو د بدیلو  کرنیزو خدمتونو وړاندې کول.

ماموریت:   

د بدیل معیشت ریاست د کرنې  وزارت د مقام  او د هیواد کرنیزو شرایطو ته  په کتو د خوراکۍ توکو د اړتیاو دغوښتنې  په اډانه کې د خاشخاشو د کښت له منځه وړلو په پار د څیړنو ترسره کوونکي، پیژندونکي، همغږیږي کوونکي او د کرنیزو، مالداری او خوارکی توکو  د بدیلو پروژو د فعالیتونو د انسجام کوونکي ریاست  په توګه کړنې تر سره کوي او  اصلي کړنې یې په لاندې ډول بیانیږي:

  • د پلې کیدونکو نښو له اړخه د خاشخاشو دکښت د بدیلو پروژو په اړه څیړنه او پيژندنه،  اقتصادي ارزښت او د کروندګرو لخوا د هغې د کښت اسانې لارې چارې ښودل او په دغه څیړنه او لاسته راغلو  معلوموماتو کې هغه  څیړنیز کارونه نه دي  شامل ، چې د کرنې وزارت د ریسرج او پلټڼې  نورې څانګې یې تر سره کوي.
  • د خاشخاشو دکښت بدیل پیدا کول یوازې  د بدیل په کښت پورې اړوند نه دي، دغه ریاست هڅه کويي، چې د هغه کروندګرو لپاره چې د خاشخاشو په کښت بوخت دی   د کرنې، مالدارئ وزارت په وظیفوي آډانه کې  د  دوی لپاره د ژوند کړلو نورې لارې چارې ولټوي.
  •  د خاشخاشو د بدیلو پروژو همغږی او انسجام کول،  د هیواد  په  بیلا بیلو  هغه سیمو کې، چې د پوره څیړنې په ترڅ کې  د خاشخاشو کښت پکې پیژندل شوي دی او د کرنې وزرارت  د اړوندو څانګو لخوا پلي کيږي.  په دغه همغږی  کې د وزارتونو، د غیرې دولتي مؤسسو، تمویل کوونکو او د خصوصي لیوالتیالرونکو   مؤسسو څانګو  لپاره د همغږي د زمیینې رامنځته کول او د  مرستو را جلبول شامل دي.

هغه کړنې، چې د پلې کیدو په حال کې دي:

  1.  د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کندهار فودزون پروژه.
  2. د هېواد په پنځو ولایتونو کې د FAO  لخوا د زیان لیدونکو کورنیو لپاره  د قانونی ژوند کړلو د پیاوړتیا پروژه د سروې په حال کې ده.
  3. د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د UNODC لخوا  د قانوني او روا لارو په ترڅ کې  د ژوند کړلو د تامینولو پروژه د تدارک په حال کې ده.
  4. په کندرهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د UNODC لخوا د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د صنعتي طبي بوټو پروژه .

د پروژو په برخه کې :

  • د هېواد په شپږو ولایتونو او ۵۰ ولسوالیو کې د  ترسره شوې سروې او جوړ شوي  ډیټابس له لارې، چې د کرنیز نوي ترویجي پراخیتايي موډل له لارې یې د پراخیتايي کارونو په موخه  ترسره  شوي دی د  د ژوند کړلو د پیاوړتیا او خوراکي خوندیتوب «HFLS» پروژې د کارونو پیلول.
  • په هرات ولایت کې  د ۲۰۱۷ کال تر اګست میاشتې  او د ۱۳۹۶ مالی کال د پلان دپشپړیدو په پار پرته له مالي لګښتونو څخه د «جهار ماه SARD»پروژې کاري  غځیدنه .
  • د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د INL پروژې د بودیجې لخوا او د UNODC لخوا د د بدیل د پیاوړتیا د ودې پروژې د تدارکاتي چارو ته دوام ورکول.
  • دکندهار فود زون KFZ پروژې کاري چارو ته دوام ورکول  او د کندهار په ژیړئ او پنجوايي ولسوالیو کې  د اوبو لګونې د کانالونو د رغونې د چارو پیلدل.
  • د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا  د ولایتي فرعي پروژو په منظم ډول مخ ته وړل.
  • په بادغیس او فراه ولایتو نو کې  د اقتصاد وزارت د انجو ګانو د ریاست لخوا  د معیشت د متبادلې پروژې په اړه څیړنه کول او  یاد وزارت ته د پلان او پالیسی ریاست لخوا  یې په اړه د نظریو وړاندې کول.
  • د هنګ بوتي د څیړنې او د  ددې بوټي  د پروپوزل برابرولو  په پار  بغلان ولایت ته د بدیل معیشت د کارپوه تلل.
  • د مالي ریاست له لوری  د SARD پروژې د زعفرانو کارنو د ټولنې نښول او د  ورکشاپونو  برخه يې  مخ ته وړل .
  •  د چین هېواد د  کارپوهانو لخوا  په ګډه سره ددې هېواد د بدیلو بوټو په اړه مقدماتي څیړنه تر سره کول او  د قانوني او ګټورو بوټو د پروپوزل لیکلو په مقدمه کار کول.
  •  د SARD پروژې کلني پلان جوړول او د پلې کیدو په  پار یې د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ ریاست، مالي او حسابي چارو ریاست او تهیه او تداراکاتو ریاستونو ته ورویشل.
  • د SARD پروژې د ۱۳۹۶ کال د لومړئ ربعې د پلان جوړول او  د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ ریاست  پلي کیدونو څانګو  ته یې ور ویشل.
  • د سارد پروژې( د بی ۲ او بی ۴) پلان جوړول او  مالي او حسابی چارو ریاست ته یې لیږل.
  • په  کرخ او زنده جان ولسوالیو کې د سرد پروژې د کانسیپت برابرول او هرات ولایت ته یې لیږل.
  • د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په برخه کې د  موخو ځای پرځای کولو په پار د مکتوبونو برابرول او بهرنیو مؤسیو ته یې لیږل.
  • د شپږمیاشتنیو راپورونو برابرول او د برنامو حمایوی آمریت ته یې لیږل.
  • د هرات ولایت د کرخ او زنده جان ولسوالیو  د کانسیپت جوړولو په پار  د بدیل معیشت د یوه کارکوونکی لیږل.
  • د مالیې وزارت د فورمو ترتیبول او  د ماليٍ او حسابي چارو ریاست ته یې لیږل.
  • د بهرنیو مؤسسو په اډانه او په ځپل دوهمي کریکولم واحدونو کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې موخې شاملول.
  • د INL  پروژې د بودیجې  او د پلي کیدونکي  UNODC دفتر لخوا د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې  د بدیل ودې د پراخیتا پروژې د پلې کیدو  په اړه کړنې تر سره کول.  
  • دمخدره توکو پروړاندې د مبارزې په اړه د پلان جوړول او  د هیواد د دوهمې کچې ولایتونو په  پلی کیدونکي پلان کې د مبارزې موخې ځای پرځای کول.  
  • د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون  په اړه د وزارت د نظریو برابرول او د مخدره توکو پر وړاندې، مبارزې وزارت ته  یې لیږل.

د همغږی په برخه کې:

  • د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې وزارت اړوند  دKFZ پروژې د یوې میاشتنې همغږي کاري غوڼدو کې درې ځلې ګډون کول.
  • د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لوی کمیسون لخوا د ولایتي پروژې په جوړو شویو غوڼدو کې ګډون کول.
  • د مخدره توکو پر وړاندې،  مبارزې وزارت کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ملي اونۍ د لمانځغوڼدې د جوړیدو په غونډه کې ګډون کول.
  • د ترویجي څارني او تخنیکي کړنلارې د برابروالي په پار د ترویج لوی ریاست په کاري تخنیکي غونډو کې ګډون کول.
  • د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې  په پار د انکشافي پروژو دوامداروالی  پر متکي پروژه باندې.
  • دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت کې  د کندهار ولایت د فود زون په غونډو کې ګډون کول.
  • د مخدره توکو پروړاندې  د مبارزې د لوی کمیسیون، د تخنیکي کمیټې په غوڼدو کې ګډون کول.
  • دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په انګړ کې  د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې  پلان جوړولو په غونډو کې ګډون کول.
  • د کرنې د ودې او ترویج لوی ریاست په اونیزو غونډو کې ګډون کول.
  • د افغانستان د اساسي قانون په اړه د پوهاوي په اړه  جوړ شوي ورکشاپ کې ګډون کول.
  • د مخدره توکو پروړاندې دمبارزې د پلان جوړونې په غونډه کې ګډون او ددې پلان پلي کول  په هغه ولایتونو کې، چې خشخاش پکې کښت کیږي.   
  • د قانوني  بوټو د موندلو په پار له سکټوري ریاستونو سره د اړیکو ټینګول.
  • د خاشخاشو پر وړاندې  د ګټورو او ارزښت لرونکو بوټو په پار له FAO مؤسسې سره د اړیکې نیول.
  •  د خاشخاشو پر وړاندې د کرنیزو بوټو پیژندلو په پار له EAVES مؤسسې سره اړیکې نیول.
  • د تریاکو پر وړاندې د کیفیت او کمیت د  زیاتو ارزښت لرونکو بوټو پیژندلو په پار  د څیړنو له ریاست سره همغږي لرل.
  • په هغه ولایتونو،کې چې خاشخاش کښت کيږي، د  دې بوټي دکښت  د کچې د ټیټوالي په پار له INL مؤسسې سره همغږیي کول

د لوړتیا لوړونې په برخه کې:

  • په بلخ ولایت کې د AIMP پروژې له لوري په دغه ولایت کې د معیشت پروژو ۲۰ تنه کارکوونکو ته د بنسټیز معیشت او دمخدره توکو پروړاندې د مبارزې د موخو شاملو په آډانه کې د  درې ورخني ورکشاپ پرانیستل.
  • په بدخشان ولایت کې  د پلي کیدونکو پروژو کارکوونکو ته د پروژو د اغیزمنتوب په پار د UNODC لخوا د څلور ورځنیو  مشورتي روزنیزو غونډو جوړول.
  • د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لارې د یوې میاشتنی روزنیز پروګرام  لپاره  د نوې کرنیزې تکنالوژي په برخه کې د بدیل معیشت د امریت د کارکوونکي د هندوستان هیواد حیدر آباد ایالت لیږل.
  • د یوې میاشتې لپاره د چین هیواد په بلنه سره د   سرې او بایو ګا د نوې تکنالوژي د برابروالي په برخه کې روزنیز ورکشاپ ته  د بدیل معیشت د آمر  لیږل.
  • د بدیل معیشت داخل خدمت کارکونکو لپاره د ژبې زده کړې  روزنیز پروګرام ته دوام ورکول.
  • د فوق لیسان د پروګرامPGDEAM د لومړي سمستر پیلول او د MANINGE پوهنتون له لارې  له نورو زده کوونکو سره د بدیل معیشت د کارکونکو  په ګډون د درسونو پیلیدل.
  • د وزارت  په پراختیايي پروژو  کې  له  مخدره توکو سره  د مبارزې پر وړاندې د موخو  ځای پر ځای کولو  په پار  د مکتوبونو لیږل.

 په اداري برخه کې:

  • د ورځینو اداري کارونو ترسره کول.
  • د ترلاسه شویو  مکتوبونو (ارسال او مرسول)  او همدا راز   له اړوندو ادارو سره یې شریکول.
  • د ۱۳۹۶ کال لپاره د فایلنګ برابرول.
  • د دفتر د سمبالولو او د اړتیا وړ قرطاسیې  د ف س ۹ برابرول او لیږل.
  • د وزارت او همکارو مؤسساتو لخوا د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د دوهمو واحدونو له لوري د ورکشاپونو او  جوړیدونکو غونډو په پاره   د هیواد د ۳۴ ولایتونو د کرنې ادارو ریاستونو ته د مکتوبونو لیږد.
  • د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې د موخو د شاملیدو  په پار  د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د  همکارو پروګرامونو پروژو او په دې برخه کې فعالیت  کوونکو   مؤسسو  ته د مکتوبونو لیږل.
  • د ورځنیو کارونو تر سره کول.
  • اړوندو څانګو ته د مکتوبونو لیږل.
  • د ورځنیو مکتوبوبو لیږل او تر لاسه کول.
  • د ايټالیا هېواد سفارت  ته د سارد  پروژې د مکتوبونو لیږل.
  • د وزارت په داخل کې  اړوندو پروژو ته د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په  موخو  کې  د ګډون په پار مکتوبونو لیږل.
  • چاپان او هندوستان هیوادونو ته  د روزنې په پار د بدیل معیشت د دوه تنه کارکوونکو لیږل.
  • د داخل خدمت د روزنې په پار د بدیل معیشت د یوه تن کارکونکي  لیږل.
  • د ورځینو اداري کارونو ترسره کول.
  • د مکتوبونو لیږل او تر لاسه کول او  له اړوندو ادارو سره  یې شریکول.
  • د ۱۳۹۶ کال لپاره د فایلنګ برابرول.
  • د دفتر د سبمالتیا او اړتیا وړ  قرطاسیې د ف س ۹ ترتیبول او لیږل.