د کندهار څېړنیز فارم کې د ټیکا په مالي ملاتړ پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د تیلي او صنعتي نباتاتو کرنه پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۹:۳۵
د کندهار څېړنیز فارم کې د ټیکا په مالي ملاتړ پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د تیلي او صنعتي نباتاتو کرنه پیل شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په لارښوونه، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي ملاتړ او د ترکیې ټیکا کمپنۍ په مالي همکارۍ، په کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د تیلي او صنعتي نباتاتو کرنه پيل شوې ده.
په تېرو کلونو کې د ترکیې ټیکا کمپنۍ د څیړنې په موخه کندهار، ننګرهار، کابل او پروان ولایتونو ته د یو شمېر تیلي او صنعتي نباتاتو تخمونه ویشلي وو، چې وروسته یې د کندهار په شرایطو کې مثبته نتیجه ورکړه. دغه پایله له ټیکا سره شریکه شوه، او ټیکا کمپنۍ هم د دې پروژې پراختیا ته هیله مندي وښوده.
په همدې اساس، ټیکا کمپنۍ پرېکړه وکړه چې د کندهار په نوروزي څیړنیز فارم کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د تیلي او صنعتي نباتاتو کرنه وکړي. د دې کرنې لپاره په نوروزي فارم کې کافي ځمکه شته او د ټیکا استازي به په دغه فارم کې د نباتاتو کرنې او پراختیا لپاره فعالیت کوي، چې ورسره ګڼو کسانو ته د کار فرصتونه هم برابریږي.
د دې ترڅنګ، د تیلي او صنعتي نباتاتو تخمونه به د لوی کندهار زون بزګرانو ته ووېشل شي، څو په خپلو ځمکو کې د دې نباتاتو کرنه دود کړي. د دې نباتاتو حاصلات به وروسته د غوړیو تولید لپاره کارخونو ته وړاندې شي، چې له پروسس وروسته به وطني غوړي بازار ته وړاندې شي. دغه ګام به د بهرنیو غوړیو اړتیا کمه او د وطني تولیداتو وده پیاوړې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت