کنړ کې د اوبولګولو د یوه کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۵:۲۳
 کنړ کې د اوبولګولو د یوه کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوه

۱۳ لړم ۱۳۹۸
د کنړ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د «ګڼه سیر» د اوبولګولو کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کنړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یي نږدې یو کیلو مترو ته رسیږي شاوخوا ۴۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۵۳۲ کسان ترېنه په مستقیم اوغیر مستقیم ډول ګټه پورته کوی.
یاد کانال د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو دتنظیم پروژې « OFWMP» له خوا د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې ده.
د اوبولګولو دیاد کانال د جوړولو په ترڅ کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل به هم شي. یاد کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړ شي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت